انصار: (د لړم ۲۲ مه)، د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې د تېر ژمي سړې څپې سږکال ۸۰ فیصده د انارو حاصلات زیانمن کړي دي.
یو شمېر بڼوالان وایي، هرکال به یې له خپلو باغونو څخه په سلګونه ټنه تازه انار اخیستل، خو په خبره یې، سږکال یې حاصلات درې برابره کم شوي دي.
د یاد ولایت دوه تنه د انارو بڼوالان محمد مراد او حشمت الله وایي، پخوا به یې ښه حاصلات ترلاسه کول، خو سږکال یې د یخنۍ څپې او وچکالۍ له کبله د هرې برخې مېوه لرونکې ونې یخ وهلي دي.
دوی راتلونکي کال لپاره د سمنګان د کرنې ریاست له مسوولینو څخه غواړي چې په دې برخه کې دې لاسنیوی وکړي.
د تازه مېوو په مارکېتونو کې بیا یو شمېر د انارو کاروباریان وایي، د خلم ولسوالۍ بهترینه او مشهوره انار دي، خو سږکال د سړې هوا د څپې ښکار شول. دوی د کرنې ریاست له مسوولینو څخه غواړي، چې له زیانمنو بڼوالانو سره دې د خپلو همکاريو لړۍ جاري کړي.
بل لور ته، د سمنګان ولایت د کرنې ریاست مسوولین د انارو بڼوالانو ته اوښتي زیانونه مني او وایي، راتلونکی کال د بڼوالانو او بزګرانو د لاسنیوي او همکارۍ په هدف ځينې طرحې تر لاس لاندې لري.
د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اداري چارو آمر عبدالجلیل کریمي په دې اړه وایي:
« موږ د بنوالانو لپاره پلانونه او طرزالعملونه لرو، د کرنې ریاست ستراتیژي لري، چې له دوی سره مرستې وکړي خو اوس موږ د بودجې وړاندوینه نشو کولای، چې د انارو له زیانمن شویو بڼوالانو سره مرسته کولای شو او کنه، خو د غنمو او نورو کرنیزو توکو په برخو کې مو د همکارو موسسو په همکارۍ هڅه کړې، چې له دوی سره مرسته وکړو.»
د هېواد شمال زون کې د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې په سلګونه هکټاره ځمکه باندې د انارو ونې کرل شوي دي، چې یاد انار د ښه نوم او شهرت په لرلو سره، بهرنیو هېوادونو ته هم صادریږي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/28431